|
|
|||||||||||||||||||||||
InterNICHE Co-ordinator
Nick Jukes 42 South Knighton Road Leicester LE2 3LP England Tel/Fax +44 116 2109652 coordinator@interniche.org |
ستاسو په فکر په ځناورو کیدونکي تجربې تاسو ته کوم ډوله درس برابر وی؟ داسې دلیل نشته چې باید ځناورولې د حلالولو تجربو لپاره اوژلې شی او پوھی او د محصلینو روزنی لپاره استعمال شی. بیلا د ځناورو زیان رسونکی استعمال عصری او نوی طریقی ډیرې زیاتی موجودې دی او په ګنړو پوھنتونونو کې دا یوه قائده جوړه شوی. بیلا د ځناورو زیان رسونکی استعمال اخلاقی پوھه داسې طریقی خپلوی چې درس ورکونکی اھداف پوره کولو لپاره زیات با صلاحیه او د اعتبار وړدی. د کمپیوټرو عصری ټیخنالوجۍ په پرده د ځناورو عملی. حلالول او د تجربې لابراتوارونو نه واخلۍ د کلینکی طریقه کار سره غوټه د بشپړ عملی حقیقت تظاهر پورې د ګنړو امکاناتو وړاندیز کوی. کلینکی ھنرونو او جراحي عملیاتو لپاره د عصری روزنی په شیانوکې دنری جراحي ماډلونه او زیات حقیقی الې شاملی دی چی نقلی اندامونو او عکس العمل وړاندې کونکی میکانیزم سره سنبھال دی. نورې طریقې رضاکار محصلینو لخواه په ځان کیدونکی تجربو اساس لری چی کمپیوټر سره غوټه د تجربو الو په استعمال د عصب یا د عضلې پارونې سره ترسره کیږی. په اخلاقی پوھه کې ځناور ھم ښکیل ڰرځول کیدایشی. ھر کله چی د ځناورو ډاکټری کونکی محصلین اصل مریضانو سره د کلینک په کار کې د تجربه کار ھمکار ډاکټرانو کومک کوی، نو پړاخ واټنه کلینیکی ھنرونه زده کړی، چې ورکې د ځناورو تجربو برعکس مریضانو او ژوندپلو د درناوی ساتنه شامله وی او داسی ھغوی ته درس ورکوی چې ځناور ضایع کیدونکی الې دی. ھرکله چې د بیالوجی محصیلین د غیر چپاو طریقو سره ځناور د ھغوی په طبعی ماحول کې مطالحه کوی نو په لا براتوار کې د ځنا ورد سره کیدونکی تجربو څخه درس اغستلو په مقابل کې ھغوۍ د ځنا ورو روۍ او کړو وړود په باره زیات څه زده کړی. طیبعی محصلينو لخواه په بسپنه ورکړی شوی د بشری جسدونو حلالولو متوازی د ځنا ورو ډاکټران او بیالوجیکی محصلین په ھاغه ځناورو اخلاقی تجربی ترسره کولې شی چې ناروغی لا کبله یا ژوبل کیدو لاکیله وژل شوۍ وۍ. اخلاقی طریقو په مقابل کې د وژل شوو ځناورو استعمال او د ځناورو تجربې به محصلینو یا روزنه ترلاسه کونکو ته یو مضمون په باره زیات څه درس برابر نه کړی. البته د ځناورو تجربې یک یواځۍ په تاسو دغه رویه با سلطه ګرځوی چې د ځناورو ژوند اهمیت نلری. ایا تاسو په اصل کې د ځناورو داسی ډاکټران/پلټنه کونکی یا ډاکټران غواړۍ چاته چې دا درس ورکړی شوی دې چې ژوندی ځنا ورو استعمال او غورزونه کیدایشی؟ ایا ځناور دې ځنګل څخه واغستلی شی یا ټول ژوند لپاره په کوچنۍ پنجرو کې بند کړیشی، چي د خپل خوی څرګندونه کولو جوګه نه وی او د حلالولو تجربې په وخت ۍ خاتمه اوشی یا د یرغل تجربو لپاره تیارشی. چاپ شوی مطالحو دا ښودلې چې پوھه،ھنرونه او اخلاقی بیداری د ودې، نعیم البدل طریقو موثر استعمال په واسطه ترلاسه کیدایشی. مجبوراً د ھغوی اخلاقی عقیدو سرغړونه کولو په ځای محصلین او روزنه تر لاسه کونکی بیلا د ځناورو زیان رسونکی استعمال د ذده کړې ښه ماحول لرلې شی. تاسو بدلون د راوستلو طاقت لرۍ. د ځناورو زیان رسونکې استعمال پای ته رسولو لپاره د خواخوږی پوھی لپاره نړیوالې سیلسلې یعنی InterNICHE سره تماس ونیسې. اخلاقی پوھه غوره کړۍ.
|
||||||||||||||||||||||
|